د نیمروز د ولایتي شورا مشر وايي، په یاد ولایت کې د افغان ځواکونو په هوايي برید کې ۱۳ ملکي وګړي وژل شوي او دوه نور ټپیان شوي دي. باز محمد ناصر نن یکشنبه جنورۍ ۱۰ (مرغومې ۲۱) امریکا غږ ته وویل چې دغه هوايي برید تیره شپه د خاشرود ولسوالۍ په «منظري»…